القاعده شبکی دخپل مشر وژل کیدل وروسته له شپږ ورځو تا ئید کړل
سلام خان سلام خان

القاعده شبكې د خپل مشر اسامه بن لادن د وژل كېدو خبر تاييد كړ او ګواښ يې وكړ، چې په لوېديځو هېوادونو به بريدونه وكړيد انصارالمجاهدين په نوم د القاعده شبكې ويبپاڼې د غويي په ۱۶مه د اسامه بن لادن د وژل كېدو د خبر پخلى كړى او له امريكايانو يې غوښتي، چې د اسامه د مړي سپكاوى ونه كړي او د هغه د كورنۍ مړي او ژوندي نيول شوي غړي دې په سعودي كې خپلې كورنۍ ته وسپاري،په ويبپاڼه كې ليكل شوي هغه کسان به له منځه يوسو، چې له امریکايانو سره يې د اسامه بن لادن په وژلو کې همکاري کړې او هم به په لوېديځو هېوادونو كې پراخ بريدونه ترسره كړی.

 تردی ډیر ژر وروسته طالبانو هم  د القاعده اړوندو ویبپاڼو تایید کړه چې اسامه بن لادن وژل شوی دی، یوه اعلامیه خپره کړه او په هغې کې یې د شوروي اتحاد د سرو لښکرو پرضد د اسامه بن لادن د هلو ځلو د ستایلو په ترڅ کې ویلي دي چې د القاعده د مشر له وژل کېدو سره به د دوی هلې ځلې اغېزمنې نه شي،طالبانو د دوشنبې په ورځ په یوه لنډکۍ خبرپاڼه کې ویلي وو چې د اسامه بن لادن د وژل کېدو په باب د دې لپاره زیات څه نه وايي چې نه امریکایانو د هغه د وژلو په اړه کره شواهد وړاندې کړي او نه هم اسامه ته نژدې سرچینو په دې اړه تراوسه څه ویلي دي،خو وروسته له دې چې د القاعده هغو ویبپاڼو، چې امریکايي مقامات یې څاري، نن اعلان وکړ چې د دوی مشر وژل شوی او انتقام به یې له امریکا واخلي او د پاکستان خلکو ته یې د خپل حکومت پرضد د پاڅون بلنه ورکړه،بالاخره طالبانو هم د اسامه بن لادن مرګ تایید کړي،سوشیټیډ پریس او نور نړیوال آژانسونه لیکی چی طالبانو خبری رسنیو ته یوه اعلامیه لیږلې او په هغه کی یې ویلی چی د اسامه بن لادن مړینه به د امریکا او ناټو پر ضد روان مقاومت نور هم تشویق کړی او صفوف به لا پسی غښتلی سی او راتلونکي جریانات به دا په اثبات ورسوی،

له بله طرفه په اسلام اباد کی د ای، ایس،ای د مرکزي  دفتر څخه دبن لادن دترور په اړه په معلوماتو کی ویل شوی دي چی تر ټولو دلچسپه معلومات ګڼل کیږې ویلی دی چی ، بن لادن  خپل شخصي ساتونکي وژلې دی نه  امریکايي ځانګړو ځواکونو  دبن لادن  او ساتونکي ترمنځ وار له مخې دا پریکړه شوې وه که چیرې دا کره او ثابته شوه ،چې بن لادن دتېښتې مخه نه ویني او دا امکان و ،چې امریکايي ځواکونه  به ېې ژوندې ونیسي  نو دا مهال به  ساتونکې  پر بن لادن ډزې کوي،

 دځینو رسنیو درا پور پر بنیاد تېره دوشنبه  ،چې ولسمشر اوباما  د القاعدې تنظیم د وژلو خبر ورکړ  دا په تېرو لسو کلونو کې دخپل ډول 9 خبر و ،چې پخوا دیوشمېر هېوادونو ولسمشرانو  په مختلفو مناسبتونو کې دبن لادن دمړینې په اړه خبرې کړې وې . د ټولو ولسمشرانو دخپلو څرګندونو لپاره  دبن لادن روغتیايي حالت  دسند په توګه وړاندې  کاوه ،چې دسږو پر ناروغۍ اخته دی

دسپټمبر دپېښې  په اړه دحقیقت موندنې دټولنې مرستیاله  ډیانا کاسټیلو وايي : بن لادن  نه دې وژل شوې  ، بلکې هغه څو کاله وړاندې  ترور شوې دی  او اوس ېې دترور یا مړینې خبر خپرول ددې لپاره ترسره شو ،چې په راتلونکو ټاکنو کې له اوباما سره مرسته  وکړي

د2001 ز په مۍ کې فرانسوي استخباراتو خبر ورکړ ،چې بن لادن دسږو پر ناروغۍ اخته شوې دی  او په دوبۍ کې امریکايي روغتون ته لیږدول شوې دی او هلته ورسره دسي آی ای  یو چارواکي هم لیده کاته کړې دي

د2001  دسپټمبر د11 پرماښام  بن لادن دپاکستاني استخباراتو تر څارنې لاندې  په  نظامي روغتون کې بستر و او د همدې کال په ډیسمبر کې ېې یو ویدويي پیغام خپور کړ ،چې ناروغۍ کمزورې کړې و  او خپل ګين لاس ېې نه شو خوځولې

د2001 ز دډېسمبر پر 26 مه نېټه فوکس نیوز دپاکستاني رسنیو دا خبر خپور کړ ،چې طالبان وايي : بن لادن مړ شوې دی  او 24 ساعته وروسته  خښ شوې دی

د2002 ز دجنورۍ  پر 18 مه نېټه دپاکستان ولسمشر جنرا ل پرویز مشرف  په ټینګار سره وویل : بن لادن مړشوې دی

د2002 ز دجولای  پر 17 مه نېټه  دترهګرۍ ضد ادارې مشر ډال واټسون  ویلې و : زه باوري یم ،چې بن لادن اوس  ترمنځ نشته  ، خو ددې خبرې لپاره  زه کوم کره دلیل هم نه لرم

د2002 ز په اکتوبر کې افغان ولسمشر حامد کرزي  له CNN سره په خپله مرکه کې دا خبره کړې وه زه اوس دا اټکل کوم ،چې بن لادن مړ دی

د2005 ز په نومبر کې  سناتور هاري ریډ ویلې و : کېدای شي بن لادن  په ایبټ اباد کې داکتوبر دمشهورې  زلزې  پر مهال  مړ شوې وي

د2006 ز په سپټمبر کې دفرانسې استخباراتو یو ځل بیا خپل راپور خپور کړ او په پاکستان کې  دبن لادن دمړینې خبر ېې  ورکړې و

دپاکستان پخوانۍ لومړې وزیرې بینظیر بوټو ،چې  د 2007 ز د ډېسمبر پر 27 مه نېټه پلازمینې اسلام اباد ته څېرمه ترور شوه نوموړې  په خپلې یوې پخوانې مرکه کې دا ویلې و : بن لادن مړ شوې دی او قاتل ېې خالد الشیخ دی ،چې اوس له امریکا سره بندي دی . هغه مهال شنونکو دبنیظیر بوټو دترور مهم لامل  دده خپلې څرګندونې وبللې ،چې دبن لادن  دمړینې په اړه ېې کړې وې ځکه خو اوس یو شمېر شنونکې دبن لادن  دترور په اړه شک لري

د2009 ز په مارچ کې  دبوسطن پوهنتون  دنړیوالو اړیکو استاد او دامریکايي استخباراتو ډګروال  ایګلو کودیولا  ویلې و : داسې نښې نښانې شته ، چې موږ پر باور کولای شو او دا ویلای شو ،چې فیس بریسلي اوس هم ژوندې دی او اسامه بن لادن مړ شوې دی

د2009 ز په می ولسمشر اصف علي زرداري  ویلي و : زه باور نه کوم ،چې بن لادن دې ژوندې وي  ، خو د2011 ز په مۍ کې ولسمشر باراک اوباما راپورته شو او دبن لادن  دترور خبر ېې ورکړ

فرانسوې لیکوال تیري میسان وايي : دباراک اوباما حکومت  ځکه دا وخت دبن لادن دترور یا وژلو لپاره غوره کړ ،چې القاعدې دمنځني ختیځ په ناارامیو او انقلابونو کې راڅرګند نه شو دلیکوال له انده دا ددې څرګندوې کوي ،چې بن لادن وژل شوې  دی او سپینه ماڼۍ اړ شوه ،چې نوره دبن لادن  پاڼه واړوي

اوباما ویلي، له اسامه بن لادن سره داسې عدالت وشو چې هغه یې لیاقت درلود،جمهور ریس اوباما په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي، چې د اسامه بن لادن د جسد د (ډي. اېن. اې) ازموینه وشوه او نور په دې کې هیڅ شک نشته چې د پاکستان په ایبټ اباد کې د خاصو امریکايي ځواکونو په عملیاتو کې په خپله اسامه بن لادن وژل شوی دی،ولسمشر اوباما زیاته کړې، چې د القاعده د تروریستي شبکې د مشر د مړی دعسکونو د خپرولو پر عواقبو يې د دفاع او بهرنیو چارو له وزیرانو او د ملي امنیت د ادارې له مسولینو سره خبرې وکړې او دې نتیجې ته ورسیدل، چې دا کار د امریکا ملي امنیت ته ستر تهدید متوجه کولای شي

د سپینې ماڼۍ یوه ویاند جې کارني په دې اړه، چې د نړۍ په ځينو هیوادونو لکه پاکستان کې خلک د اسامه بن  لا دن وژل کیدو دخبرو په ریښتیولی باور نه لری وویل ،حقیقت دا دی، چې موږ نړیوال عکس العملونه څیړلي دي په دې کې هیڅ شک نشته چې ابن لادن وژل شوی دی. په دې کې د القاعده غړي هم شک نه لري،

موږ فکر نه کوو چې د یوه عکس خپریدل به په دې کې څه خاص تغیر راولي. البته، داسې خلک به وي چې د دې حقیقت له منلو انکار کوي خو مهمه دا ده، چې څوک به نور پردې ځمکه د بن لادن پل ونه ګوري

 داسامه بن لادن دمرک تر تائید وروسته پاکستاني رسنیو ویلی دی  چې ښايي القاعده شبکه حمزه يمني د خپلو راتلونکي مشر په توګه وټاکي، القاعدې ته د نېږدي سرچينو په وينا د ځايناستي د غوره کولو پرېکړه پخوا شوې ده، اسامه په ٢٠٠٠ زېږديز کال په القاعده  کې د شاملو ١٢ هېوادونو جنګيالو او د تانزانيا،سوډان، يمن، سعودي او کوېټ شورا ګانو پرېکړه کړې چې ايمن الظواهري به د اسامه بن لادن ځاى ناستى نه وي.بلکې دى به د تېر په څېر د پوځي ډلې مشري کوي. اسامه بن لادن په خپل ژوند کې د شپږو کانونومونه د خپل ځايناستي په توګه په ګوته کړي،چې په هغه کې شيخ خالد محمد، محمد عاطف احمد، محمد زبيده، محمد حمزه يمني، محمد زومير زرقومي او محمود تلمساني شامل دي. دوى کې نور وژل شوي او يا هم بنديان دي يواځې محمود تلمساني ژوند دى او په افريقا کې د القاعده ډلې مشري کوي.

داسې امکان شته چې محمد حمزه يمني به د اسامه بن لادن ځايناستي شي، حمزه يمني په کينيا کې د امريکا پر سفارت بريد کړى و.عربي سرچينې وايي چې د القاعده مشرتابه به افريقا ته انتقال شي،ځکه چې يواځې اسامه بن لادن په افغانستان کې پاتې کېدل غوښتل

دامریکا دبهرنیو چارو وزیره مېرمن کلنټن هم مخکی په خپلو ځرګندونو کی ویلی وو چی : زه باور نه لرم ،چې  ډاکتر ایمن الظواهري  به  دبن لادن دځایناستي په توګه  وټاکل شي،دسی ای ای پخوانی مامور باټ لانګ هم  وايلی وو چی  اوسمهال  دایمن الظواهري  او  سختدریځي  بل مشر انور العولقي -  امریکايي تابعیت هم لري  ـ ترمنځ ستونزو او اختلافاتو سر راپورته کړې دی  دلانګ  دمعلوماتو له مخې  دالقاعدې نور مشران  دالظواهري  په پرتله  انور العولقي غوره بولي  ځکه نوموړې  په  عربي نړۍ کې ډیر پلویان لري   لانګ  دا هم زیاته  کړې ده ،کېدای شي القاعده خپل مشر وټاکي او دهویت په اړه ېې همداسې چوپه خوله پاتې شي.پای

 

نوټ :پورته مطلب په انترنیټ کی دټولو ورستنیو معلوماتو په استفاده تر تیب شوی دې.


May 9th, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات